شام کې پر یوې پوځي اکاډمۍ په برید کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي

د شام دفاع وزارت ویلي چې د اکتوبر پر پينځمه د حمص پر پوځي اکاډمۍ په برید کې ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي دي.

په سوریه (شام) کې د جګړې د څار یوې ډلې او یوې امنیتي سرچینې ویلي دي چې پر یوې پوځي اکاډمۍ په برید کې لږترلږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د هغوی په وینا، په وسلو د سمبالو بې پیلوټه الوتکو برید د اکتوبر پر پينځمه د سرتېرو د فراغت له غونډې څخه د هېواد د دفاع وزیر تر ستنېدو څو دقیقې وروسته شو.

د شام د دفاع وزارت ویلي دي چې د حمص پر پوځي اکاډمۍ په برید کې ملکي وګړي او پوځیان وژل شوي دي. د وزارت په وینا، "ترهګرو" ډلو پر اکاډمۍ د بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

د وزارت په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې حمله چا کړې او لا یې ذمه واري هم چا نه ده منلې. دا د شام په ۱۲ کلنه کورنۍ جګړه کې پر یوې پوځي ودانۍ له تر ټولو خونړیو بریدونو یو وو.