افغان ابدالیان لوبډله پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اسيايي سياليو کرکټ پایلوبې ته ووته

د افغانستان الف لوبډلې د اکتوبر پرشپږمه پاکستان الف لوبډلې ته په څلورو وکټونو ماتې ته ورکړه.

د افغان ابدالیانو لوبډلې د چین په اسیايي لوبو کې د پاکستان الف لوبډلې ته د څلورو ويکټونو ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

د ۲۰ اووره کرکټ دا نيمه پايلوبه د اکتوبر پر شپږمه په چين کې وشوه چې پاکستان په لومړي بېټينګ کولو سره په ۱۸ اوورونو کې ۱۱۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

په ځواب کې د افغانستان الف لوبډلې (افغان ابداليانو) په ۱۸م اوور کې د شپږو لوبغاړو په ورکولو سره هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

په چين کې د روانو اسيايي لوبو لړ کې د کرکټ پايلوبه د اکتوبر پر اوومه د افغانستان او هند الف لوبډلو ترمينځ کېږي.

د پایلوبې ګټونکې لوبډلې ته به د سرو زرو او بایلونکې لوبډلې ته به د سپینو زرو مډالونه ورکول کېږي.

په همدغه ورځ به د پاکستان او بنګلادېش الف لوبډلې د درېيم مقام لپاره له يو بل سره سيالي کوي.