پاکستان کرکټ لوبډلې هالينډ ته په ۸۱ منډو ماتې ورکړه

د پاکستان کرکټ لوبډله د اکتوبر پر شپږمه هالينډ ته تر ماتې ورکولو وروسته خوشحالي لمانځي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام سیاليو کې پاکستان هالينډ (نېدرلينډز) ته په ۸۱ منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر شپږمه، د حیدراباد په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او په ۴۹ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په ورکولو سره ۲۸۶ منډې وکړې.

په ځواب کې د هالينډ (نېدرلينډز) ټوله لوبډله په ۴۱ اوورونو کې د ۲۰۵ منډو کولو وروسته وسوځېدله.

د پاکستان توپ وهونکی سعود شکيل پر ۵۲ توپونو د ۶۲ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

افغانستان به خپله لومړۍ سیالي د اکتوبر پر اوومه د هېماچل پردېش په غرییز ښار درمشالا کې د بنګلادېش پر وړاندې کوي.

د ۵۰ اووره کرکټ نړيوال جام سيالۍ هر څلور کاله وروسته کېږي. انګلستان په ۲۰۱۹ز کال کې نیو زيلينډ ته په ماتې ورکولو د نړيوال جام پایلوبه ګټلې وه.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۲۰مې روانې وي. په دې سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د دې سياليو په لومړي پړاو کې به هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.