په چین کې د روانو اسیايي لوبو په لړ کې د کرکټ سیاليو پای لوبه هند ګټلې ده.
د اکتوبر په اوومه د سرو زرو میډال لپاره ترسره کېدونکو سیالیو په پایلوبه کې افغانستان هند ته مخامخ وو.
هند د پچې تر ګټلو وروسته افغانستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه.
افغانستان په ۱۹م اوور کې د پنځو لوبغاړو په سر ۱۱۲ منډې کړې وې چې باران پیل شو.
وروسته د زیات باران له کبله لوبه بې نتیجې اعلان کړل شوه او د هند لوبډله په تېرو لوبو کې د ښه رن رېټ پر اساس بریالۍ وبلل شوه.
له دې سره هند د سرو زرو او افغانستان د سپينو زرو میډال ترلاسه کړ. په دې سیالیو کې د درېیم مقام لپاره په ترسره شوې لوبه کې بنګلادېش پاکستان ته ماته ورکړه او دریم مقام یې خپل کړ.