د بلوچستان په سورنج سیمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې د معدنیاتو د پرمختیا ادارې یو چارواکی وژلی دی.
د چارواکو په وینا، له مرکز کوټې څخه ۵۰ کېلومیټره لیري شمال ختیځ لوري ته د هغې ادارې د چارواکي شبر مرزا ګاډی د اکتوبر پر اتمه د بمي چاودنې ښکار شو چې پکې هغه ووژل شو او یو بل کس ژوبل شو.
د کوټې پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې یې پیل کړې دي.
د پولیسو په وینا، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه د رېموټ کنټرول بم برید وو خو ذمه واري یې لا چا نه ده منلې.
د بلوچستان په سورنج سیمه کې د سکرو کانونه دي چې پکې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې ذمه واري یې بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې مني. د تازه پېښې ذمه واري هم بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې "بلوچ ليبرېشن ارمي" رسنيو ته د اکتوبر پر اتمه استولي بیان کې منلې ده.