اسیايي لوبو کې تر ټولو زیات ميډالونه چين ګټلي دي

GAMES-ASIA/

په چين کې د سېپټمبر پر ۱۹مه پیل شویو اسیايي لوبو کې تر ټولو زیات ميډالونه چين، ورپسې جاپان او په درېيم نمبر جنوبي کوریا ګټلي دي.

د دې لوبو پر رسمي پاڼه د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چین ۳۸۳ میډالونه ګټلي دي چې د سرو زرو ۲۰۱ ، د سپینو زرو ۱۱۱ او د پیتلو ۷۱ میډالونه پکې شامل دي.

جاپان ۱۸۸ میډالونه ترلاسه کړي دي چې ۵۲ پکې د سرو زرو، ۶۷ د سپینو زرو او ۶۹ د پیتلو دي.

او جنوبي کوریا ټول ۱۹۰ میډالونه ګټلي دي چې ۴۲ پکې د سرو زرو، ۵۹ د سپینو زرو او ۸۹ د پیتلو دي.

پر څلورم نمبر هند دی چې ۲۸ د سرو زرو، ۳۸ د سپینو زرو او ۴۱ د پیتلو میډالونه یې ګټلي دي.

افغانستان د سپینو زرو یو او د پیتلو څلور میډالونه ګټلي دي. پاکستان د سپینو زرو یو او د پیتلو دوه میډالونه ترلاسه کړي دي.

په دې سیالیو کې د اسیا له ۴۵ هیوادونو څخه د ۴۰ بېلا بېلو لوبو لپاره ۱۲ زره لوبغاړو برخه اخیستې وه. اسیايي لوبې په لومړي ځل په ۱۹۵۱م کال کې په هند کې ترسره شوې وې او دا یې ۱۹م ځل وو.