سيند حکومت وايي ۱،۸۰۰ افغانان يې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نيولي 

په سیند کې د سېپتمېبر میاشتې راهیسې د افغانانو نیول روان دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د سيند صوبې حکومت وايي چې ۱،۸۰۰ افغان کډوال یې د استوګنې د اسنادو نه لرلو په تور نيولي دي.

د سيند کورنيو چارو نګران وزیر ريټایرډ بريګيډير حارث نواز د اکتوبر پر نهمه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې په نيول شويو کې ځيني يې افغانستان ته لېږدول شوي او پاتې به هم ژر د چمن له لارې ولېږدول شي.

هغه وويل چې د پاکستان حکومت سره ۱،۴ میلیونه افغانان د کډوالو په توګه ثبت دي او له دې پرته چې هر څوک وي، هغوی به شړل کېږي. نواز خبرداری ورکړ چې که غیرقانوني کډوال د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه پورې په خپله خوښه نه له هېواده ونه وتل نو د هغوی بانکي حسابونه او جايدادونه به هم د پاکستاني حکومت ملکيت وګرځول شي.

حارث نواز که څه هم دعوه وکړه چې پولیس یوازې د ناثبت شويو کډوالو پر ضد ګامونه پورته کوي، خو په دې وروستيو کې په کراچۍ کې د افغان کډوالو وکيلانو مشال راډيو ته ويلي چې پولیسو اسناد لرونکي افغانان هم نيولي دي. وکيلانو تور پورې کړی چې پولیس د "پیسو لپاره افغان کډوال نیسي." خو پوليسو دغه تور رد کړی دی.

په پاکستان کې تر هغې وروسته د افغانانو د نیولو لړۍ تېزه شوه چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي.

د بلوچستان چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې تر ۱۵۰ زیاتې افغان کورنۍ د چمن له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو نګران وزیر مرتضا سولنګي ویلي دي چې په هغه هېواد کې زیاتره بې اسناده خلک افغان کډوال دي چې حکومت یې په هېڅ صورت ورته هلته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر پر اوومه نېټه پر داسې مهال کړې دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې (ای او اېم) له اسلام اباده غوښتي دي چې د هغو ټولو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخامخېږي.

په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له حکومته غوښتي دي چې افغانان دې په زور له هېواده نه باسي.

هلته د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په پېښور او کوټه کې د جلا، جلا غونډو پر مهال له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندلی دی.

دا هم وګورئ:

مولانا فضل الرحمان او محمود خان اڅکزي له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غندلی دیملګري ملتونه وايي پاکستان دې د کډوالو خوندیتوب ته پام وکړيپاکستاني چارواکی وايي تېرو ۳ ورځو کې ۳۰ افغانې کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته ستنې شوې ديد افغان کډوالو مشر کمېشنر: پاکستان یوازې قانوني اسناد نه لرونکي افغانان ستنوي

مرتضا سولنګي د اکتوبر پر اوومه د پاکستان د اردو ژبې له ډان نیوز ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په هغه هېواد کې ټول ۱۷ لکه بې اسناده او ناقانونه خلک اوسي چې زیاتره یې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته ورغلي دي.

په همدې حال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې غونډې ته په وینا کې پر پاکستان غږ وکړ چې د افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

پاکستان لنډمهالي حکومت لا د نوموړي څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې یوازې هغه کسان نیسي چې په هغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

اسلام اباد له افغانانو پرته، نورو بې اسناده کسانو ته هم د نومبر تر لومړۍ پورې له پاکستانه د وتلو امر کړی دی.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.