شمالي وزيرستان کې د ۲ وسلوالو ډلو ترمينځ ډزو کې ۱ وسلوال وژل شوی او ۴ ژوبل شوي دي

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې يې د ناامنۍ د مخنيوي لپاره ګزمې روانې دي ــ پخوانی انځور

د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې د دوو وسلوالو ډلو ترمنځ په ډزو کې یو وسلوال وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیسو مشر روخانزېب د اکتوبر پر نهمه خبریالانو ته وويل چې پېښه پر همهغه ورځ ملک نوردين شهيد پوستې ته نيږدې شوې ده، خو نوموړي دا ونه ويل چې دا وسلوال څوک ول يا يې له کومو ډلو سره تړاو درلود.

بل خوا د هغې سيمې استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته ويلي چې نښته د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې او حکومت ته د تسليم شويو وسلوالو ترمينځ شوې ده.

هلته حکومت مخالفه حافظ ګل بهادر ډله د "بد" يا "بېډ" او دا نور، چې حکومت پلوه ګڼل کېږي، د "ښه" يا "ګوډ" طالبانو په نومونه پېژندل کېږي. تر اوسه دې دوو يا کومې بلې وسلوالې ډلې د هغې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

د شمالي وزیرستان ترڅنګ په ځونيخېلو (جانيخېلو) کې هم تر دې وړاندې په وار وار د ګوډ او بېډ طالب وسلوالو ترمينځ نښتې شوي چې يوه بل ته يې پکې مرګژوبله اړولې ده.

ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.