نړيوال کرکټ کپ: نن پاکستان او سري لنکا يو بل ته مخامخ دي

د پاکستانۍ لوبډلې لوبغاړي

د ۵۰ اووره کرکټ نړیوال جام په دوو لوبو کې، نن (د اکتوبر پر ۱۰مه) د پاکستان کرکټ لوبډله د سري لنکا او انګلېنډ له بنګلادېش سره سیالي لري.

دا لوبې په هند کې کېږي. د پاکستان او سري لنکا سیالي د پېښور پر وخت ماسپښين يوه نيمه بجه پيل شوې ده. په دې جام کې دا د دغو دواړو لوبډلو دویمه سیالي ده. تر دې مخکې پاکستان نېدرلینډز ته ماتې ورکړې وه او سري لنکا له جنوبي افریقې بایللې وه.

نننۍ دويمه سیالي د بنګلادېش او انګلینډ ترمينځ روانه ده. د اکتوبر پر نهمه، د نېدرلېنډز او نيوزيلينډ تر مينځ سیالي نيوزيلينډ ګټلې وه.

د سږني نړیوال جام په سیالیو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي او پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.