د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن اسټرالیا او جنوبي افریقا یو بل ته مخامخ شوي دي

د جنوبي افریقا بیټر د اکتوبر پر ۱۲مه له اسټرالیا سره په سیالۍ کې د توپوهنې پر مهال.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د جنوبي افریقا او اسټرالیا لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دي.

د اکتوبر ۱۲مې سیالي د لکنو په نړیوال لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه اسټرالیا وګټله خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د اکتوبر پر ۱۱مه هندۍ لوبډلې افغانستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه. افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې وکړې. په ځواب کې یې هند په چټکې توپوهنې کولو ټاکلی هدف په ۳۵ اوورونو کې د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړ.

د اکتوبر پر ۱۰مه دوه سيالۍ وشوې چې په لومړۍ کې یېانګلستان بنګلادېش ته په ۱۳۷ منډو ماتې ورکړه او په دويمه کې پاکستان سري لنکا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۳مه نیو زیلینډ او بنګلادېش د چېنای په لوبغالي کې سره مخامخ شي. د هند او پاکستان لوبډلې د اکتوبر پر ۱۴مه سیالي لري.

د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۲۰مې روانې وي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.