په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې نيو زيلينډ بنګلادېش لوبډلې ته په اتو وېکټونو ماتې ورکړه.
د اکتوبر ۱۳مې سیالي د چېنای په لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه نيو زيلينډ وګټله خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.
بنګلادېش لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په ورکولو سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې نيو زيلينډ په ۴۳م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.
تر دې یوه ورځ مخکې د اکتوبر پر ۱۲مه د جنوبي افريقا لوبډلې اسټراليا ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه. د جنوبي افريقا لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې وکړې. په ځواب کې د اسټراليا ټول لوبغاړي په ۴۱م اوور کې د ۱۷۷ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل.
ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۴مه هند او پاکستان د هند د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې سره مخامخ شي. دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيلېږي.
د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۱۹مې روانې وي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.
د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.