د کرکټ نړيوال جام سياليو کې نن پاکستان او هند يو بل ته مخامخ شوي دي

د اکتوبر پر ۱۴مه د هند او پاکستان لوبډلو ترمينځ د کرکټ سیالي د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې کېږي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د پاکستان او هند لوبډلې يو بل ته مخامخ شوې دي.

د اکتوبر ۱۴مې سیالي د ګجرات ایالت د احمد اباد ښار په نرېندرا مودي لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه هند وګټله خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.

پاکستان لومړی بېټينګ وکړ او د ۱۹۱ منډو جوړولو وروسته يې په ۴۳م اوور کې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

تر دې يوه ورځ وړاندې د اکتوبر پر ۱۳مه د نيو زيلينډ لوبډلې بنګلادېش ته په اتو وېکټونو ماتې ورکړه.

بنګلادېش لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په ورکولو سره ۲۴۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې نيو زيلينډ په ۴۳م اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۵مه افغانستان او انګلستان (انګلينډ) په ډيلي کې سره مخامخ شي. دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيلېږي.

د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۱۹مې روانې وي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.