د نړۍ تر ټولو لوی کدو څومره وزن لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امریکا په کېليفورنیا ریاست کې د ډېر وزن لرونکیو کدوانو ۵۰مه نړیواله سیالي شوې چې پکې تر ټولو لوی او دروند کدو ۱۲۴۷ کیلوګرامه (نږدې ۲۵ منه) ختلی. د کدو مالک ته په انعام کې ۳۰،۰۰۰ امریکايي ډالره ( شاوخوا ۸۴ لاکه روپۍ) ورکړل شوي دي. په یاده سیالۍ کې د امریکا له بېلا بېلو سیمو ورغلیو کروندګرو برخه واخیسته او خپل کرلي کدوان یې مقابلې ته وړاندې کړل. سیالۍ ته وړل شوي ځینې کدوان دومره درانه ول چې په وزن اوچتوونکي مشین تلې ته پورته کړای شول. تفصیل د اېسوشيېټېډ پریس اژانس په دې ویډیو کې.