په تربت کې شپږ مزدوران په ډزو وژل شوي دي

پېښه له کوټې ۸۰۰ کیلومیټره لرې د کېچ ضلعې په تربت سیمه کې شوې ده:

د بلوچستان د کېچ ضلعې په تربت سیمه کې د اکتوبر په ۱۳مه د نامعلومو وسله والو په ډزو شپږ مزدوران وژل شوي دي.

پولیس وايي، مزدوران چې تعلق یې د پنجاب صوبې سره وو، د یو ځايي ټیکدار په کور کې ویده ول چې د شپې مهال پرې وسله وال ننوتلي او په ډزو یې شپږ وژلي دي. په دې پېښه کې دوه نور مزدوران ژوبل شوي هم دي.

د تربت د پولیسو د مرکز یو چارواکي اعجاز احمد مشال راډیو سره د خبرو پر مهال پېښه تایید کړه او د نوموړي په وینا د مزدورانو تعلق د پنجاب د ملتان او ناروال سیمو سره دی. نوموړی وايي، له ډزو وروسته پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي خو تر هغې وسله وال وتلي وو. هغه وايي، پولیسو زخمیان او مړي نږدې روغتون ته رسولي وو.

پولیس وايي، تر دې دمه یې د پېښې په تړاو څوک نیولي نه دي او نه هم چا د برید ذمه واري قبوله کړې ده. دوی وايي، دا یو هدفي برید معلومېږي.

په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په ورته ډول په مزدورانو باندې بریدونه شوي چې ډېری وخت یې ذمه واري د حکومت ضد بلوڅ وسله والې ډلې قبلوي.

د بلوچستان نګران اعلا وزیر علي مردان ډومکي په پېښه ژور خپګان ښکاره کړی او پولیسو ته یې ویلي چې د پېښې تر شا لاس لرونکي کسان دې زر تر زره ونیسي.