د پاکستان حکومت د پېټرولو او ډېزلو نرخونه کم کړي دي.
لڼدمهالې حکومت د اکتوبر پر ۱۵مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د يو ليټر پېټرولو بیه ۴۰ روپۍ او د ډېزلو هغه ۱۵ روپۍ کموي.
له دې وروسته اوس په پاکستان کې د يو ليټر پېټرولو بیه ۲۸۳.۳۸ او د ډېزلو نرخ ۳۰۳.۱۸ روپۍ شو.
د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزير مرتضی سولنګي پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې د نوې نرخنامې په خپرېدو سره، باید د سپرلۍ ګاډي چلوونکي خپلې کرايې هم کمې کړي.
حکومت ويلي چې دا بدلون یې په نړيوال بازار کې د تېلو نرخ کمېدو او د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت لوړېدو ته په پام سره کړی دی.