د اوکراین پوځ وايي چې د روسيې ځواکونو يې پر هېواد د ۱۰ توغنديو او د ۱۲ ډرون الوتکو بريدونه کړي دي.
روسيې د اکتوبر پر ۱۶مه دا تازه حملې داسې وخت کړې چې د دې هېواد پر اوکراین د يرغل نن ۳۰۰ ورځې پوره شوې دي.د اوکراين پوځ د اکتوبر پر ۱۶مه دعوه کړې چې هوايي ځواک يې هغه دوه توغوندي تباه کړي چې د اوکراين په شمالي او شرقي برخو کې پر هدفونو توغول شوي ول.
دوی زیاتوي چې ۱۱ هغه بې پايلوټه الوتکې يې هم ویشتلې دي چې د اوکراین په غربي برخو يې بریدونه کول. اوکراين ويلي چې په بریدونو کې ولسي وګړیو ته مرګژوبله اوښتې ده خو البته د شمېر په اړه يې تفصيل ورکړی نه دی.