د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نېدرلينډز (هالينډ) جنوبي افريقا ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه

د جنوبي افريقا او نېدرلينډز ترمينځ سيالي د اکتوبر پر ۱۷مه په درمسالا لوبغالي کې وشوه.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې نېدرلينډز (هالينډ) د جنوبي افريقا لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې وه چې د اکتوبر ۱۷مې دا سیالي په درمسالا لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شي خو د باران له کبله دوه ساعته په ځنډ پيل شوه. له همدې کبله د لوبې دورانيه د ۵۰ اوورونو پر ځای ۴۳ اوورونو ته راکمه کړل شوه.

پچه جنوبي افريقا وګټله خو د توپ اچونې یا بالېنګ پرېکړه یې وکړه.

نېدرلينډز لومړی بېټينګ (توپوهنه) وکړ او په ټاکل شويو ۴۳ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۵ منډې وکړې.

په ځواب کې د جنوبي افريقا ټوله لوبډله په ۴۳م اوور کې د ۲۰۷ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده او لوبه يې بايله.

تر دې يوه ورځ مخکې، د اکتوبر پر ۱۶مه، اسټراليا سري لنکا ته په پينځو وېکټونو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۱۸مه افغانستان او نیو زیلینډ د چېنای په لوبغالي کې سره مخامخ شي. دا سيالي به د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيلېږي.

په روان نړيوال جام کې افغانستان تر اوسه درې لوبې کړي چې دوې يې بايللي او يوه يې ګټلې ده.

بل خوا نيو زيلينډ هم درې لوبې کړي او درې واړې يې ګټلې دي.

د اکتوبر پر پينځمه پيل شوې د کرکټ نړيوال جام سيالۍ به د نومبر تر ۱۹مې روانې وي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.