ملګري ملتونه: د افغانستان وروستيوو زلزلو ۴۳۰۰۰ خلک اغېزمن کړي

د اکتوبر پر نهمه د هرات ولایت زنده جان په ولسوالۍ کې په زلزله کې د وژل شویو مړي خاورو ته د سپارلو په مهال.

ملګري ملتونه وایي د افغانستان په لوېدیځ کې وروستیو زلزلو شاوخوا ۱۵۰۰ کسان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د اکتوبر پر ۱۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اکتوبر اوومې او ۱۵مې ترمینځ په دریوو زلزلو کې ۲۰۰۰ کسان ژوبل شوي هم دي. خبرپاڼه وایي په زلزلو کې څه باندې ۳۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي او په ټوله کې یې ۴۳۰۰۰ خلک اغیزمن کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې څه نا څه ۱۱۴۰۰۰ زره زلزله ځپلي بشري مرستو ته اړتیا لري. د اکتوبر پر ۱۵مه، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څلور زلزلې وشوې چې پکې تر ټولو لویه هغه په وار له مخه ځپل شوي هرات ولایت کې وشوه.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې پر خپله ووبپاڼه ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۵مه سهار پر نهو بجو او ۳۶ منټو (دقیقو) د راغلې لومړۍ زلزلې مرکز له هرات ښاره ۳۰ کیلومیټره لېرې وو چې پر رېښتر پیمانه یې شدت ۶.۳ وو.

تر هغې وړاندې د اکتوبر پر ۱۱مه په هرات ولایت کې په زلزله کې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي ول. رویټرز خبري اژانس د جرمني د ځمکپوهنې او ساینس تحقیقاتي مرکز په حواله راپور ورکړی وو چې پر رېښتر درجې د هغې زلزلې زور ۶.۳ وو.

دا راز د اکتوبر پر اوومه د زلزلو پرله پسې ټکانونو وشول چې ګڼه مرګژوبله یې واړوله.