یوه کاروباري ډله د هرات زلزله ځپلو ته کورونه جوړوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
افغانستان کې د عزیزي ګروپ په نامه کاروباري ډله وايي چې د ژمي تر راتګ وړاندې له زلزلې اغېزمنو لپاره تر۶۰۰ زیات کورونه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې وروستیو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او ګڼ خلک یې بې کوره کړې دي. زلزله ځپلي د ژمي په درشل کې د استوګنې مناسب انتظام نه لرلو اندېښمن کړي دي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.