نړيوال کرکټ کپ: نيوزيلېنډ افغانستان ته ماتې ورکړه

د نیوزيلېنډ لوبغاړي د رحمان الله ګوربز د اوټ کېدو خوشالي لمانځي

د پنځوس اووره نړيوال کرکټ کپ په يوې سیالۍ کې نيوزيلينډ افغانستان ته په ۱۴۹ منډو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۱۸مه، د هند په چنای کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ نيوزيلېنډ وکړ. دوی د ۶ ویکټو په زیان ۲۸۸ منډې وکړې. د نیوزیلېنډ په توپوهونکو کې ګلېن فیليپس، ټام لېتم او ویل یانګ نیمه سلیزې ووهلې.

افغان لوبغاړو د نیوزیلېنډ ۵ کیچونه ونه نيول. د نيوزيلينډ د هدف په ځواب کې ټوله افغان لوبډله په ۳۵م اوور کې د ۱۳۹ منډو په کولو سره اوټ شوه.

تر دې مخکې افغانستان په خپلو دريوو سیاليوو کې يوه ګټلې او دوې بایللې وي. نيوزيلينډ خپلې تېرې درېواړه لوبې ګټلې وې. د اکتوبر پر ۱۹مه، به هند د بنګله دېش په وړاندې لوبه کوي.