د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې هند بنګلادېش ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه

هندی لوبغاړی وېرات کوهلي د اکتوبر پر ۱۹مه بریا لمانځي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې هندۍ لوبډلې بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۱۹مه د پونا په مهاراشټرا لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د کابل پر يوه بجه پيل شوه چې پکې پچه بنګلادېش وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

بنګلادېش په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زیان ۲۵۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۲م اوور کې پوره کړ. د هند وېرات کوهلي په شپږیزې وهلو خپله سلیزه هم پوره کړه.

تر دې یوه ورځ مخکې د نیو زیلینډ لوبډلې افغانستان ته په ۱۴۹ منډو ماتې ورکړه. په چېنای کې په شوې سیالۍ کې لومړی بیټېنګ نیو زیلینډ وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۸۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۳۵م اوور کې په ۱۳۹ منډو وسوځېدل.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر۲۰مه د اسټرالیا او پاکستان لوبډلې او تر دې یوه ورځ وروسته د نېدرلینډز (هالینډ) او سري لنکا او د انګلستان (انګلینډ) او جنوبي افریقا لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍد اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا وروسته به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.