اسټراليا په کرکټ نړيوال جام سيالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه

د هند او اسټرالیا د اکتوبر ۲۰مې سیالي د هند په بنګلور کې روانه ده.

د کرکټ د نړیوال جام په ۱۸مه سیالۍ کې پاکستان له اسټرالیا نه د لوبې ګټلو لپاره ۳۶۸ منډو جوړولو ته ضرورت وو خو دا هدف یې پوره نه کړای شو او ټوله لوبډله یې په ۳۰۵ منډو وسوځېده.

د پاکستان له غاړې امام الحق ۷۰، عبدالله شفیق ۶۴، محمد رضوان ۴۶، سعود شکیل ۳۰، افتخار احمد ۲۶ او بابراعظم ۱۸ منډې جوړې کړې.

د اسټرالیا په بالېنګ کې اېډم زمپا ښه وځلېد، هغه څلور وېکټې واخېستې.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ دا لوبه په بنګلور ښار کې وشوه. پاکستان پچه وګټله او لومړی يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

اسټرالیا په خپله پاڼۍ کې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په تاوان ۳۶۷ منډې جوړې کړې. د هغوی دواړه اوپنران ښه ولوبېدل، مېشل مارش ۱۲۱ او ډیویډ وارنر ۱۶۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له غاړې شاهین اپریدي غوره توپ اچونه وکړه، هغه په خپلو ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۵۴ منډې ورکړې خو د مقابل لوري پنځه لوبغاړي یې اوټ کړل. همدا رنګه حارث رووف درې او اسامه میر یو لوبغاړی اوټ کړل.

دا د دواړو لوبډلو څلورمه سیالي ده. پاکستان تر دې دمه دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې چې د نومرو په جدول کې څلورم مقام لري. اسټرالیا بیا په درې سیالیو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي چې د نومرو په جدول کې په شپږم مقام کې دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د هند لوبډلې بنګلادېش ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه. په پونا کې په شوې سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۵۶ منډې جوړې کړې. په ځواب کې هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۲م اوور کې پوره کړ.

د هند وېرات کوهلي په ۱۰۳ منډو جوړولو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر۲۱مه د نېدرلینډز (هالینډ) او سري لنکا او د انګلستان (انګلینډ) او جنوبي افریقا لوبډلې یو بل ته مخامخې شي.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.