د سیند او پنجاب حکومتونه وايي د نومبر له لومړۍ نېټې به له عدالتي کاروايي پرته ناقانونه کډوال باسي

په کراچۍ کې افغان کډوال د استوګنې اسناد خبریالانو ته ښیې ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د سیند او پنجاب صوبو حکومتونو اعلان کړی چې د نومبر له لومړۍ نېټې د ناقانونه کډوالو اېستلو لپاره عملیات پیلوي.

د سیند د کورنیو چارو نګران وزیر حارث نواز د اکتوبر پر ۲۱مه، په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل چې له عدالتي کارروايي پرته ناقانونه کډوال نیسي او خپلو هېوادونو ته به یې لېږي.

ده وویل چې دوی د افغانانو تر څنګ د هند او ځینو نورو هېوادونو کډوال هم نیسي او خپلو ځایونو ته یې ستنوي.

بل پلو د پنجاب د کورنیو چارو وزیر عامر میر هم د جمعې په ورځ په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د ورکړل شوي مهلت تر ختمېدو وروسته به د نومبر له لومړۍ نېټې د ناقانونه کډوالو پرضد په رسمي توګه عملیات پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان هلته مېشتو اسناد نه لرونکو کډوالو ته د اکتوبر میاشت تر پای وخت ورکړی چې له دې ملکه ووځي.

د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې پرضد د ملک په یو شمېر سیمو کې احتجاجونه هم شوي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.

تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.

دا هم وګورئ: د پېښور کمېشنر د بې اسناده افغانانو معلوماتو راټولو امر کړی دی

په همدې حال کې د تورخم پر لار له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو اوښتو لړۍ تنده شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) او د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې پر تورخم دروازه دا مهال د دوه ډوله افغان کډوالو ستنېدو عمل روان دی. یو هغه افغانان چې په پاکستان کې د استوګنې لپاره یې اسناد یا پي او ار کارډونه لرل. دا افغانان په خپله خوښه وطن ته ستنېږي او بل ډول یې هغه دي چې اسناد نه لري او د پاکستان حکومت ورته د اکتوبر تر پايه له هغه هېواده د وتلو ورته ویلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، هغه کډوال چې اسناد ورسره دي، د ستنېدو پر مهال ورته د یو کس په سر ۳۷۵ ډالره نغده مالي مرسته ورکوي، خو هغه کډوال چې اسناد نه لري، دا مرسته نه ورسره کېږي.

په پاکستان کې افغان کډوال له ۱۹۸۰ز لسیزې راهیسې مېشت دي. د دې ترڅنګ په مختلفو وختونو کې په افغانستان کې د جنګونو او ناامنيو له امله هم ګڼ خلک هغه هېواد ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال په اګست میاشت کې طالبان واکمن شول چې ورسره پاکستان او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ لړۍ هم تېزه شوه.

په وروستیو کې ډېری هغه افغانان پاکستان ته ورغلي چې په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو په پار د لنډې مودې لپاره هلته مېشت شوي دي خو د پناه ترلاسه کولو بهیر یې ځنډېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.