اسراییل وایي چې له لبنان سره پر پوله د پرتو سیمو وګړو ته یې د کورونو پرېښودو ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییلیو ځواکونو او د حزب الله وسلوالو د دواړو هېوادونو پر پوله نښتې کړې دي.
اسراییلي حکومت د اکتوبر پر ۲۲ مه اعلان وکړ چې د هغه هېواد په شمال کې د ۱۴ مېشتځایونو وګړي باسي.
تر دې مخکې هم اسراییلو په یاده سیمه کې د یو وړوکي ښار په ګډون له ۲۸ مېشتځایونو څخه د اسراییلیانو د ایستلو اعلان کړی وو.
د اسراییلیو ځواکونو او حزب الله د وسلوالو ترمینځ د نښتو لړۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې د اکتوبر پر اوومه حماس ډلې له غزې تړانګې څخه د اسرییلو پر جنوبي سیمو حملې وکړې.
تر هغې وروسته اسراییلو وویل چې په لبنان کې یې د حزب الله د توغندیو برید په غبرګون کې یې د هغې ډلې یوشمېر اهداف په نښه کړي دي.