پاکستانيو چارواکو يو ځل بيا ټينګار کړی چې په هغه هېواد کې مېشت بې اسناده کډوال دې د نومبر له لومړې نېټې مخکې ووځي.
د اکتوبر پر ۲۳مه د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي او د سيند د کورنیو چارو نګران وزیر برېګيډيېر ريټايرډ حارث نواز په کراچۍ پرېس کلب کې یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، سیاسي ګوندونه دې د بې اسناده کډوالو د ايستلو پر موضوع له سیاست کولو لاس واخلي او د حکومت د دریځ ملاتړ دې وکړي.
پر دې مهال جان محمد اڅکزي زياته کړه، "که کوم سیاسي ګوند له غیرقانوني کډوالو سره درېږي نو دا به د پاکستان له ریاست سره د دغه ګوند د تصادم په معنا وي."
دواړو نګران وزیرانو یو ځل بیا وویل چې له غیرقانوني کډوالو یې موخه یوازې افغان کډوال نه دي خو په پاکستان کې زیات شمېر د افغان کډوالو دی نو ځکه د حکومت دې پرېکړې هغوی اندېښمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لخوا د بې اسناده کډوالو د وتلو له اعلان وروسته د پاکستان يوشمېر سياسي ګوندونو مظاهرې او خبري غونډې کړې دي.
دا هم وګورئ:
د افغانانو ایستلو خلاف په کراچۍ کې احتجاج شوی دیملګري ملتونه وايي پاکستان باید کډوال په زوره ونه باسيپېښور کې ګڼګونديزه غونډه: د پاکستان حکومت دې افغان کډوال په زوره نه باسيافغان خبریالانو له پاکستاني وزیراعظمه د هغوی د نه شړلو غوښتنه کړې دهد چمن سوداګرو او مزدورانو پر پوله د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پرلت وهلی دیدا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي د اکتوبر پر درېيمه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال په هغه هېواد کې مېشت ټولو اسناد نه لرونکو کډوالو ته امر وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې دې په خپله خوښه ووځي.
نوموړي زياته کړه چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به قانون پلي کوونکي ادارې ناقانونه کډوال په زوره باسي او جايدادونه او کاروبارونه به يې ضبطوي.
تر هغه وړاندې، د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې په غیر قانوني توګه مېشت افغانان له هېواده باسي، چې بيا وروسته په پاکستان کې د افغانانو د نیولو لړۍ تنده شوه او پوليسو سلګونه افغانان ونیول.
د بښنې نړیوال سازمان او ګڼو نورو بشري سازمانونو هم د کډوالو پرضد د پاکستاني حکومت اقدام ناسمه پرېکړه بللې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو په صورت کې د احتمالي خطر سره مخاخ کېدلای شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.
په همدې حال کې د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.
دا راز په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا د غیر راجسټر افغان کډوالو د ستنولو پر حکومتي پرېکړه اندېښنه ښوولې ده.
په همدې حال کې د پېښور های کورټ ځینو وکیلانو د اکتوبر پر نهمه له پاکستانه په زور د افغانانو د ایستلو پرضد په هغه عدالت کې درخواست دایر کړ. هغه وکیلان وايي چې اسلام اباد باید هغو افغانانو ته د پاکستان شهریت ورکړي چې د تابعیت شرطونه پوره کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.