مهديه شهاب وايي په افغانستان کې يې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ډاکټره مهديه شهاب وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا له ګواښونو سره مخامخ ده. نوموړې دا وخت د پېښور په خيبر مېډيکل يونيورسټي کې کار کوي او په ۲۰۲۱ز کال کې په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پاکستان ته کډه شوې ده. نوموړې د پاکستان له حکومته خواست کوي چې د بې اسناده کډوالو ايستلو پر وخت دې له افغان ښځينه زده کوونکو سره نرمي وکړي.