سري لنکا د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې انګلستان ته په ۸ وېکټو ماتې ورکړه

د انګلینډ او سري لنکا لوبغاړي د اکتوبر پر ۲۶مه د سیالۍ په پای کې یو بل ته لاسونه ورکوي.

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د سري لنکا لوبډلې انګلستان (انګلینډ) ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د اکتوبر پر ۲۶مه د بنګلور په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلینډ وګټله او لومړی یې د بیټېنګ پرېکړه وکړه.

د انګلینډ لوبډلې په لومړي سر کې ښه بیټېنګ پیل کړ خو په ۴۵ منډو چې ډېوېډ ملان وسوځېد نو لږ ساعت وروسته ورپسې جو روټ، جاني بېیرسټو، جاس بټلر او بیا لېیام لېوېنګسټون وسوځېدل. هغه مهال د انګلینډ لوبډلې ټولې منډې ۸۵ وې.

د انګلستان معین علي چې وسوځېد نو د لوبډلې ټولې منډې ۱۲۲ وې. تر دې وروسته پاتې لوبغاړي تر ډېره په بیټېنګ کولو و نه توانېدل او سري لنکايي توپ ویشتونکو ټوله انګلستانۍ لوبډله په ۱۵۶ منډو وسوځوله.

د سري لنکا لهېرو کمارا درې او کسون رجېتا او اینجېلو میتیوز دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې سري لنکایۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۶م اوور کې پوره کړ. پتوم نېسانکا ۷۷ او سدیرا سمروېکرما ۶۵ منډې جوړې کړې. د انګلستان ډېوېډ وېلي دوه سري لنکايي لوبغاړي وسوځول.

تر دې یوه ورځ مخکې اسټرالیا نېدرلینډز (هالینډ) ته په ۳۰۹ منډو ماتې ورکړه. د نوي دلي په ارون جېټلي لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه (بیټېنګ) اسټرالیا وکړه او په ۵۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۹۹ منډې وکړې.

د اسټرالیا ګلېن میکسوېل د ۵۰ اووره نړیوالو جامونو تر ټولو چټکه سلیزه جوړه کړه او په ۱۰۶ منډو وسوځېد. تر نوموړي مخکې ډېوېډ وارنر هم سلیزه وهلې وه.

د نېدرلینډز لوګان فن بېک څلور او بس ډې لېډې دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د نېدرلینډز ټول لوبغاړي په ۹۰ منډو وسوځېدل. د اسټرالیا ایډم زیمپا څلور او مېچل مارش دوه لوبغاړي وسوځول.

د اکتوبر پر ۲۷مه د پاکستان او جنوبي افریقا لوبډلې له یو بل سره سیالي لري. ټاکل شوې چې د چېنای په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.

په نړیوال جام کې هند د خپلو پینځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې (پواینټه یا نمبرې) لري په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام دی. تر دې وروسته جنوبي افریقا او نیو زیلینډ له پینځو څخه څلور سیالۍ کې ګټلې دي خو سوېلې افریقا د منډو وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) زیاتوالي له کبله پر دویم او نیو زیلینډ پر درېیم مقام ده.

اسټرالیا په شپږو پواینټونو پر څلورم او سري لنکا د اکتوبر ۲۶مې له سیالۍ ګټلو سره له پاکستانه پینځم ځای واخیست او پاکستان په څلورو نومرو شپږم مقام ته ښکته شو. افغانستان هم له پینځو څخه دوه سیالۍ ګټلې دي، څلور پواینټه لري خو د کم نېټ رن رېټ او د سري لنکا د بریا له وجې اووم مقام ته ښکته شوی دی.

د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.

د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.