امریکايي پولیس د یوشمېر کسانو د وژنې په پېښه کې د ککړ تن لټون کوي

د امریکا یو امنیتي سرتېری د روغتون د بیړنیو طبي خدماتو له څانګې بهر د پهرې پر مهال - د اکتوبر ۲۶مې انځور.

د امریکا د مېن ایالت سلګونه پولیس د هغه تن په لټون دي چې په لیوېسټن وړوکي ښار کې یې په یوه میخانه او تفریحي ځای کې ګڼ کسان ویشتلي دي.

د بېلابېلو امریکايي رسنیو د رپورټونو له مخې، په پېښه کې له ۱۶ څخه تر ۲۲ پورې کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.

امریکايي ټېلېوېژن (سي اېن اېن) د ځایي چارواکو له قوله وايي چې دا پېښه د اکتوبر پر ۲۵مه ماښام شاوخوا اووه بجې شوې ده.

چارواکو په پېښه کې ګڼو کسانو ته د مرګژوبلې اوښتو تصدیق کړی دی، خو کره شمېر یې نه دی ورکړی.

پولیس د رابرټ ار کارډ په نوم په يوه ۴۰ کلن کس پسې ګرځي او داسې ښکاري چې ښايي هغه د ډزو په پېښه کې ککړ وي.

د رپورټونو له مخې، رابرټ د سږ کال په اوړي کې د رواني ناروغیو په یو مرکز کې هم بستر شوی وو.