اسراییلو د غزې له تر ټولو لوی روغتون سره نېږدې بمباري کړې ده

د اکتوبر پر ۲۸مه د غزې په تړانګه کې تر اسراییلي هوايي برید وروسته اور لګېدلی او لوګي خېژي.

د اسراییلو جنګي الوتکو د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون ته نېږدې هوايي بمباري کړې ده.

بمباري د اکتوبر پر ۲۹مه سهار وختي پر داسې مهال شوې ده چې هغه روغتون له ناروغانو ډک دی او د دې ترڅنګ پکې په لسګونه زره فلسطینیانو پناه اخیستې ده.

تر اوسه پورې په بمبارۍ کې د مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته.

اسراییلو ویلي دي چې پر غزې واکمنې ډلې حماس تر روغتون لاندې د قومندانۍ پوسته لرله خو د دې دعوې د ثابتولو لپاره یې کافي شواهد ور نه کړل.

دا بمباري تر هغې یوه ورځ وروسته شوې ده چې اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د حماس پر وړاندې د جګړې "دویم پړاو" اعلان کړ.

په همدې حال کې د اسرایيلو پوځ په غزه کې د حماس پر ضد ځمکني عمليات هم چټک کړي دي او وزيراعظم نتنیاهو ویلي دي چې د جګړې هدف یې د هغې ډلې "تباه کول" دي.

نتنياهو د اکتوبر پر ۲۸مه خبري غونډې ته وويل چې اسرایيلیان دې د يو اوږد او سخت جنګ تمه ولري. هغه ژمنه وکړه چې له حماس وسلوالې ډلې سره له ۲۰۰ څخه د زیاتو یرغملو کسانو د خوشې کولو لپاره به "هر ګام" اخلي.

نوموړي وویل، د جګړې د دویم پړاو اهداف واضحه دي چې هغه خلک خوشې او د حماس حکومتي او پوځي قوت ختم شي. د نتنیاهو البته زیاته کړه چې دا "د جنګ پیل" دی.

اسرایيلو له درو اوونيو راهیسې د غزې محاصره سخته کړې او ورباندې یې بمباري زیاته کړې ده. د یادونې ده چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو پر اسرایيلو په بریدونو کې ۱،۴۰۰ کسان ووژل چې دا هغه هېواد په ۷۵ کلن تاريخ کې تر ټولو مرګوني ورځ وه.

بلخوا په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي تر اوسه د اسرايیلو په حملو کې ۷،۶۵۰ کسان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بشري حقونو نړيوالو ادارو او عربي هېوادونو پر اوربند کولو ټينګار کړی خو دواړو خواوو له يو بل سره نښتو ته دوام ورکړی دی.

اخوا اسرایيلو تر هغې وروسته له انقرې څخه خپل سفير ورغوښتی چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان اسرایيل د "جنګي مجرم" نوم یاد کړ.

د اسرايیلو د بهرنيو چارو وزیر اېلي کوهن د اکتوبر پر ۲۸مه وويل چې د ترکیې تر دې سخت بیان وروسته یې خپل سفير هېواد ته ورغوښتی او له انقرې سره یې "د اړيکو بیا ارزولو" امر کړی دی.