په باجوړ کې وسلوالو یو قاري وژلی دی

په باجوړ کې له تېرو دوو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموندو کې وسلوالو یو قاري وژلی دی.

د باجوړ پوليسو وياند محمد اسرار د اکتوبر پر ۲۹مه تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې وژل شوی قاري اسماعيل نومېږي چې د ماموندو تحصیل د لغړۍ سیمې استوګن وو.

هغه وویل وسلوالو پر نوموړي د اتوار (یکشنبې) پر سهار برید وکړ او وتښتېدل. د ده په وینا، پولیس د پېښې ځای ته ورغلي او د معلوماتو تر ټولولو وروسته به مقدمه ولیکي.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

په باجوړ کې دا ډول بریدونه له تېرو دوو کلونو راهيسي روان دي چې اکثر پکې د مذهبي او سياسي ډلو غړي په نښه کېږي.

تر دې وړاندي د جولای پر ۲۳مه د خار تحصیل په شنډي موړ سیمه کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په جلسه کې په ځانمرګې بريد کې ۶۴ کسان وژل شوي ول. د هغه پېښې ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلي وه.