امریکا ویلي په غزه کې د خلکو د ژوند ساتنه د اسراییلو ذمه واري ده

په غزه تړانګه کې یو اسراییلی سرتیری د ګزمې په مهال ـ انځور له ارشیفه.

د امریکا د ملي امنیت سلا کار جېک سولیوان ویلي، دا د اسراییل ذمه واري ده چې په غزه تړانګې کې د بې ګناه خلکو د ژوند ساتنه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر پر ۲۹مه پر داسې مهال کړې دي چې په فلسطین کې د ولسي وګړيو د وژل کېدو پرضد احتجاج مخ پر زیاتېدو دی.

د امریکايي ولسمشر جو بایډن پر حکومت په داسې وخت کې فشار زیات شوی چې ویل کېږي په غزه کې د وژل شویو شمېر زرګونو ته رسېدلی دی. د ولسمشر بایډن پر اداره د دې سپیناوي لپاره ټینګار کېږي چې له اسراییل سره د هغه کلکه مرسته باید دا مانا و نه لري چې هغوی څه کوي نو هغه دې ومنل شي.

جک سولېوان په یو شمېر ټېلېویژني مرکو کې ویلي چې دوی له اسراییل څخه د بشري مرستو، د ترهګرو او عامو بې ګناه خلکو په مینځ کې د توپیر کولو او د هغوي د پوځي عملیاتو د هدف په اړه سختې پوښتنې کوي.

دا هم وګورئ:

اسراییلو د غزې له تر ټولو لوی روغتون سره نېږدې بمباري کړې دهپه غزه کې هوایي او ځمکنیو عملیاتو زور اخیستیروسیې پخلی کړی چې د حماس پلاوی مسکو ته ورغلی دی

په عین حال کې د ملګرو ملتونو یوې ادارې د اکتوبر پر ۲۹مه وویل چې په غزه کې زرګونو خلکو ګودامونه مات کړي او ورڅخه یې اوړه او د بدني صفايي توکي وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه د واکمنې وسلوالې ډلې حماس او اسراییلو ترمینځ له تېرو شاوخوا دریو اونیو راهیسې جګړه دوام لري او له هم دې وجې د غزې په خلکو کې ناامیدي په زیاتېدو ده.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دې جګړه کې تر اوسه د وژل شویو فلسطینینانو شمېر له ۸،۰۰۰ څخه اوښتی دی چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (یو اېن ار ډبلیو اې) مشر تهامس وایټ د اکتوبر پر ۲۹مه وویل، د ګودامونو ماتول څرګندوي چې له دریو اوونیو راهیسې روانې جګړې او د غزې د سختې محاصرې له وجې د عامه نظم د ګډوډیدو اندېښنه ده. نوموړي زیاته کړه چې د غزې خلک له ویرې، محرومیت او مایوسۍ سره مخامخ دي.

په غزه د اسراییل وروستۍ پوځي کاروايي له هغې وروسته پیل شوه چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسله والو په اسراییل برید وکړ او سلګونو اسراییلو ته یې مرګ ژوبله واړوله.