په تربت کې د نامعلومه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژل شوي

پېښه له کوټې ۸۰۰ کیلومیټره لرې د کېچ ضلعې په تربت سیمه کې شوې ده.

د بلوچستان پولیس وايي، د اکتوبر په ۳۱مه، په تربت ښار کې د نامعلومه وسله والو په ډزو پنځه کسان وژل شوي چې څلور پکې مزدوران او یو د پولیسو سرتېری دی.

پولیس وايي، د وژلو شویو مزدورانو تعلق د پنجاب صوبې سره دی او په دغو ډزو کې یو بل تن ژوبل شوی هم دی. د پولیسو په وینا د وژلو شویو کسانو جسدونه او په پېښه کې ژوبل شوی تن د تربت روغتون ته رسول شوي او د پېښې پلټنې روانې دي.

د تربت د پولیسو مشر محمد بلوڅ د اکتوبر په ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، د هغوی د لومړنیو معلوماتو له مخې د برید کوونکیو وسله والو شمېر به ښايي له ۲۰ نیولی تر ۲۵ پورې وو. بلوڅ وايي د پولیسو سرتېري د وسله والو په لټون پسې وتلي دي. نوموړي هیله ښکاره کړه چې بریدکوونکي به زر ونیول شي.

دا هم وګورئ:

بلوچستان: په نښته کې دوه امنيتي سرتېري او دوه وسلوال وژل شويګوندونه او شنونکي وايي بلوڅ مېشتو سیمو کې سختدریځي زیاته شوې دهپه تربت کې د ځانمرګي بريد ذمه واري بلوچ لبرېشن ارمي منلېد پاکستان پوځ وايي په بلوچستان کې یې ۵ پوځيان وژل شوي دي

پولیس وايي مزدورانو د پولیسو یوې څوکۍ ته نږدې په یو بند کې کار کولو او تېره شپه یې د پولیسو د څوکۍ د پاسه تېره کړې وه خو نن پرې د کار په ځای کې ډزې وشوې. د پولیسو په وینا تر دې مهاله د پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

په تربت کې پر مزدورانو د ډزو مسوولیت تر دې مهاله کومې ډلې نه دی قبول کړی. خو تر دې وړاندې په یاده صوبه کې د دا ډول اکثرو بریدونو مسوولیت بلوڅ بیلتون پالې ډلې په غاړه اخلي.

د بلوچستان نګران اعلا وزیر علي مردان ډومکي په تربت کې پر مزدورانو د ډزو پېښه غندلې او د اکتوبر په ۳۱مه د نوموړي له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دا د ترهګرۍ پېښه ده او هغوی یې په سختو ټکو کې غندنه کوي.

په بیان کې ویل شوي چې له نورو صوبو بلوچستان ته د کار لپاره ورغلي مزدوران د ځايي ولس مېلمانه دي او پر هغوی پریدونه کول د بلوڅو د روایاتو خلاف ګام دی. هغه زیاته کړې چې حکومت به پر مزدورانو بریدکوونکي نه یوازې نیسي بلکې سخته سزا به هم ورکوي.

تر دې وړاندې د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه هم د بلوچستان په تربت ښار د نامعلومو وسله والو په ډزو شپږ مزدوران وژل شوي وو. هغه مزدوران هم د پنجاب وو. د بلوچستان حکومت له هغې پېښې وروسته د تربت د پولیسو مشر له دندې لرې کړی وو.

تربت د بلوچستان د سرښار کوټې نه سویل لورې ته په ۸۰۰ کیلومیټرۍ کې پرته سیمه ده چې وخت ناوخته پکې د بدامنۍ دا ډول پېښې مخې ته راځي.