په شمالي وزیرستان کې د ۸ کلن ماشوم مړی موندل شوی دی

روان کال د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ناامني زیاته شوې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان پولیس وایي، د میرلي په زیرکي کې یې د اته کلن ماشوم مړی موندلی دی چې تر تشدد وروسته ویشتل شوی دی.

د سیمې د پولیسو مشر روښانزېب د اکتوبر پر ۳۱مه وویل چې وژل شوی ماشوم عابد نور نومېده او د مچيخېلو د کلي اوسېدونکی وو. هغه وویل، ماشوم څو ورځې مخکې د میرلي له هرمز دیني مدرسې څخه تښتول شوی وو او کورنۍ یې د ورکېدو رپورټ هم دایر کړی وو.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ماشوم چا او ولې تښتولی او بیا وژلی دی خو پولیس وایي، د پېښې پلټنې کوي او هڅه کوي چې ککړو کسانو ته ورسېږي.

سږ کال کې په شمالي وزیرستان کې په ۴۲ بریدونو کې تر ۵۰ پورې ځايي مشران، سیاستوالان، ځوانان او حکومتي مامورین وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

په هغه ضلع کې له اوږدې مودې راهيسې هدفي بريدونه روان دي. په ۲۰۲۲ز کال کې هلته ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول، چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوال، دیني عالمان او امنیتي سرتېري پکې وژل شوي ول.

ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. په زياترو دا ډول غونډو کې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.