پوځ په ژوب کې د ۶ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

پوځ وايي عملیات یې د اکتوبر پر ۳۱مه شپې مهال په ژوب کې کړي دي.

د پاکستان پوځ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر لومړۍ نېټه په بیان کې ویلي دي چې امنیتي سرتېرو د اکتوبر پر ۳۱مه شپې ناوخته د استخباراتي معلوماتو پر اساس په سیمه کې عملیات کول چې پر مهال یې نښته وشوه چې پکې وسلوال ووژل شول.

پوځ ویلي دي چې وژل شویو وسلوال پر امنیتي سرتېرو او ولسي وګړو په یوشمېر بریدونو کې ککړ ول.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې وژل شوي مشکوک وسلوال د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه یې په اړه کومې وسلوالې ډلې هم څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ په وروستیو کې په بلوچستان کې په عملیاتو کې د یوشمېر مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه تصدیق نه شي کولای.

پوځ تر دې مخکې د اکتوبر پر نهمه هم په ژوب کې د وسلوالو د وژنې خبر ورکړی وو او ویلي یې ول چې هغوی د عملیاتو پر مهال ورباندې برید وکړ چې له کبله یې نښته پیل شوه چې پکې یو مېجر او یو حوالدار او پینځه مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

تحريک طالبان پاکستان د هغه بريد ذمه واري منلې وه او په بیان کې یې دعوه کړې وه چې په نښته کې یې وسلوالو ته زیان نه وو اوښتی.

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي حالات خراب شوي او وسلوالو پر بېلابېلو‌ ځایونو کې حملې زیاتې کړې دي.

خو د پاکستان پوځ او لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکوي.