ډېره اسماعيل خان کې ۲ چاودنو ۶ کسان وژلي او ۲۴ ژوبل کړي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ژوبل شوي دي. د نومبر پر درېيمه لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګدون ۲۴ ژوبل شول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو. ويډيو رپورټ