د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په میرلي کې وسله والو دوه ځايي کسان وژلي دي.
د میرلي د پولیس تاڼې یو چارواکي چې نه یې غوښتل، نوم یې واخیستل شي مشال راډيو ته وویل چې د نومبر پر درېیمه وسلوالو د میرلي بلال پلازې سره نېږدې دوه کسان خذیفه او د هغه وراره طیب الله په هدفي برید کې وژلي دي.
پولیس وايي چې بریدکوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلې دي او د حملې پلټنې روانې دي.
دا روان کال په شمالي وزیرستان کې درې څلوېښتم هدفي برید دی.
تېر کال (۲۰۲۲ز) هلته شپږ څلوېښت ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول چې تر ۶۰ زیات مشران، ځوانان، سیاستوال، دیني عالمان او امنیتي سرتېري پکې وژل شوي ول.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر لومړۍ نېټه د څلورو میاشتو راهیسې روانه جرګه وروسته له هغې ختمه شوه چې حکومت د جرګې ګډونوالو ته په سیمه کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ.
ځايي ولس د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره هدفي عملیات کوي او امنیت ټینګولو ته ژمن دي.