پښتونخوا ملي عوامي ګوند د افغان کډوالو د جبري ستنېدو پرضد مظاهره کړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو د طریقه کار پر ضد پښتونخوا ملي عوامي ګوند د نومبر پر درېیمه په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره وکړه. احتجاج کونکو ویل چې د اسناد نه لرونکو بهرنیانو پر ضد د عملیاتو په مهال اسناد لرونکي افغانان هم نیول او ځورول کېږي. بلخوا د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې یوازې بې اسناده بهرنیان نیسي او خپلو هېوادونو ته یې استوي. تفصیل په دې ویډیو کې.