د بلوچستان نګران حکومت ولس ته د صحت کارډونو ورکول پیل کړل

د بلوچستان نګران اعلا وزیر علي مردان ډومکي د صحت کارډ د پیل اعلان په یوه غونډه کې وکړ: انځور نومبر ۳، کال ۲۰۲۳ز

د بلوچستان حکومت ۲۳ لکه کورنیو ته د وړیا صحت کارډونو د ورکولو پرانیسته کړېده چې په ترڅ کې یې هره کورنۍ کولی شي، په یوه کال کې تر لسو لکو پورې روپۍ په خپله درملنه ولګوي.

په بلوچستان کې د صحت کارډونو اجرا وزیراعلا علي مردان ډومکي د نومبر پر دویمه نېټه د یوې غونډې پر مهال وکړه.

د یادې صوبې د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د نومبر په درېیمه مشال راډیو ته وویل، د صحت کارډونه خلکو ته دا سهولت ورکوي چې د کوټې په شمول د پاکستان په ۱۲۰۰ روغتونونو کې خپله وړیا درملنه وکړي.

نوموړی وايي:

"خلکو ته د صحت کارډ ورکول د بلوچستان حکومت لویه لاس ته راوړنه ده. زه د بلوچستان خلکو ته مبارکي ورکوم چې په حق کې یې دا تاریخي پرېکړه وشوه او اوس به دوی د ملک په ګڼو شخصي روغتونونو کې خپله وړیا درملنه کولی شي."

د بلوچستان حکومت وايي، د صحت کارډ په مرسته خلک کولی شي د خپلو لویو بیماریو لکه د زړه ناروغۍ، کېنسر، د پښتورګو بیمارۍ او داسې نورو درملنه د ملک په ښو روغتونونو کې وکړي.

په بلوچستان صوبه کې خلک خوشاله دي چې د صحت کارډونو اجرا وشوه او دوی د حکومت د دغه اقدام ستاینه کړې ده. په کوټه کې د پرمختیا او د خیر ښېګړې ادارې مشر متین اخوندزاده وايي: "خلکو له چې د صحت کارډ په مد کې د لسو لکو روپو کومه مرسته ورکول کېږي، پکار ده چې د صحت د څانګې سره تړلي خلک له دې پوره ګټه پورته کړي. له دې سره به د صوبې شخصي هسپتالونو ته ګټه ورسېږي او همدا رنګه به ناروغانو ته هم د علاج ښه سهولتونه پیدا شي."

نوموړی وايي، د شخصي روغتونونو تر څنګ سرکاري هغو ته هم اوس پکار دي چې خپله کارکردګي ښه کړي.

د بلوچستان صوبې یو خبریال شهزاده ذوالفقار وايي، د صحت کارډ زیاتره ګټه به هغو نادارو خلکو ته ورسېږي چې د صوبې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي: "دا یو ډېر لوی سهولت دی. دلته هر سړی د روغتیا ستونزه لري نو اوس به د دغه کارډ په مرسته د کوټې تر څنګ په کراچۍ او د ملک په نورو ښارونو کې هم خپل علاج په سمه توګه کولی شي."

د بلوچستان صوبې چارواکي وايي، د صوبې د صحت کلنی بجټ له ۵۰ اربه روپو څخه زیات وي خو د دې باوجود هم په سرکاري هسپتالونو کې د خلکو سم علاج نه کېږي. دوی وايي، د اوس لپاره یې د صحت کارډ په مد کې په فوري ډول شپږ اربه روپۍ ټاکلې دي چې خلک به پرې خپله درملنه د صحت د دغو ځانګړو کارتونو په مرسته کولی شي.

د بلوچستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د مې پر ۳۱مه ویلي وو چې د صوبې ولس ته د "صحت کارډ" ورکولو لپاره یې د پاکستان د بیمو چارو حکومتي ادارې (سټېټ لایف انشورنس کارپورېشن) سره تړون لاسلیک کړی دی.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۱ کال د جون په لومړۍ نېټه بلوچستان ته د دورې پرمهال اعلان کړی وو چې د بلوچستان ولس ته به هم صحت کارډونه ورکوي. نوموړي هغه مهال ویلي وو چې تر پنجاب او خیبر پښتونخوا وروسته به د بلوچستان ولس ته هم صحت کارډونه ورکوي.