پر غزې د اسراییلو برید کې یوشمېر ولسي وګړي وژل شوي دي

د نومبر پر څلورمه د غزې په جنوب کې د اسراییلو تر برید وروسته خلک د ژغورنې چارې پر مخ وړي.

په غزې تړانګه کې د ملګرو ملتونو پر یوه پناه ځای او روغتون د اسراییلیو ځواکونو په برید کې یوشمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د نومبر څلورمې برید پر داسې مهال شوی دی چې اسراييلیو ځواکونو پر غزې د واکمنې حماس ډلې پرضد عمليات تېز کړي دي.

په عين حال کې امريکا او عربي ملګري هېوادونه یې د سمدستي اوربند پر اړتیا نه دي سلا شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن تر هغې وروسته په اردن کې د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل چې اسراییلو ټینګار وکړ چې د ټولو یرغمل شویو تر خوشې کېدو پورې موقتي اوربند نه شي کېدای.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي ویلي، عربي هېوادونه د سمدستي اوربند غوښتونکي دي.

پر غزې د اسراییلو بریدونه تر هغې وروسته پیل شول چې د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالو پر اسراییل برید وکړ او هلته یې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله او لسګونه نور یې یرغمل کړل.

بلخوا په غزه کې روغتيايي چارواکو د نومبر پر دویمه ویلي ول چې تر اوسه د اسرايیلو په حملو کې تر ۹،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.