ایران پخلی کړی چې ایت الله علي خامنای د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره لیدلي

ایران پخلی کړی چې ایت الله علي خامنای د حماس له مشر اسماعیل هنیه سره لیدلي.

د ایران چارواکيو د نومبر پر پینځمه د دې هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنای او د تهران د ملاتړې فلسطيني حماس ډلې د سياسي مشر ترمینځ په دې نېږدې وروستيو کې په تهران کې د ملاقات تصديق کړی دی.

له دې سره د حماس ډلې هغه څرګندونې تاييد شوې چې يوه ورځ وړاندې د نومبر پر څلورمه يې کړې وې.

د ایراني مشر له اسماعيل هنيه سره دا لیدنه داسې وخت شوې چې د اسراييل د ځوابي حملو په نتیجه کې د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګه کې تشدد زیات شوی دی.

حماس ډلې د اکتوبر پر اوومه په اسراييل کې دننه بریدونه کړي ول.