د بلوچستان ځوان ډاکټرانو سازمان وايي چې د کوټې سېول روغتون کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو له کبله يو ډاکټر مړ شوی او د درې نورو روغتيايي حالت نازک دی.
د سازمان مشر ډاکټر عارف موساخېل د نومبر پر پینځمه مشال راډیو ته وويل چې دوه ورځې وړاندې په کانګو وايرس اخته یو ناروغه سېول روغتون ته وروړل شوی وو او د علاج پر مهال يې وایرس ډاکټر شاکرالله ته ولګېد او هغه ورڅخه مړ شو.
د نوموړي په خبره، له دې وروسته په نورو ډاکټرانو کې هم د وايرس علامتونه ښکاره ول او دا مهال په هغه ناروغۍ اخته د درې ډاکټرانو روغتيايي حالت نازک دی چې د علاج لپاره یې د کراچۍ اغا خان هسپتال ته وړي دي.
د بلوچستان د روغتیا نګران وزیر محمد علي جوګيزي د نومبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې د ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې په فاطمه جناح روغتون کې يو قرنطين مرکز جوړ کړی دی.
د صوبې صحت چارواکي وايي چې د کانګو وایرس له وجې سږکال په دې صوبه کې ۱۶ کسان مړه شوي دي.
دا هم وګورئ:
په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر کسان په کانګو وایرس اخته شويد روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړیکانګو ناروغۍ په سيند او بلوچستان کې ۴ کسان وژلي ديپه پاکستان کې هر کال د کانګو ناروغي ګڼ شمېر خلک وژني. هغه ناروغي د لوی اختر په ورځو کې د څارویو منډیانو د لګېدو سره زیاته وي خو په عادي وختونو کې هم خلکو ته زیانونه اړوي.
د ډاکټرانو په وينا د کانګو وايرس نښو کې سخته تبه، په مري درد، د پوزې بهېدل، د ملا او نورو هډوکو درد شامل دي.
د دې تر څنګ د مخ او سترګو سوروالی، پر بدن د سرو داغونو څرګندېدل هم د کانګو ویروس نښې دي. ډاکټران وایي، کله چې د کانګو ویروس موجود وي، د ناروغ سپينه وینه (پلیټلیټونه) کمېږي، د تبې سره د نارغیو پرضد د وجود مدافع نظام کمزوری کیږي او د انسان د بدن پوزه خوله او غوږونو څخه وینه بهیږي.