کرکټ ورلډ کپ: افغانستان د اسټرالیا پر وړاندې توپوهنه کوي

دغه لوبه د هندوستان د ممبۍ ښار په وانکيډي لوبغالي کې روانه ده. 

د کرکټ نړیوال جام په ۳۹مې سیالۍ کې افغانستان له اسټرالیا سره سیالي کوي. د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.

دغه لوبه د هندوستان د ممبۍ ښار په وانکيډي لوبغالي کې روانه ده.

د لوبې له پیلېدو وړاندې افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وویل چې د وانکيډي په لوبغالي کې تر دې دمه لومړۍ توپوهنه بریالۍ وه، نو په همدې امله یې دا پرېکړه کړې ده.

د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې نن نوین الحق ته یو وار بیا د فضل حق فاروقي پرځای د لوبې چانس ورکړل شوی دی.

د اسټرالیا په ۱۱ کسیز ترکیب کې یو وار بیا میچل مارش او ګلین میکسویل ته چانس ورکړل شوی، خو سټيف سمیت بیا نن نه لوبیږي.

نیمه پایلوبې ته د رسېدو په پار افغان لوبډلې ته مهمه ده چې دا سیالي وګټي.