د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین پر وضعیت سرمشریزه جوړوي

په مکه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو بیرغونه لګېدلي دي - پخوانی انځور.

د اسلامي همکاریو سازمان د فلسطین پر وضعیت په ریاض کې یوه فوق العاده سرمشریزه جوړوي.

سازمان د نومبر پر نهمه په یو لنډ بیان کې وویل چې سرمشریزه د سعودي باچا په بلنه د نومبر پر ۱۱مه کېږي.

په بیان کې راغلي چې په غونډه کې پر فلسطیني ولس د اسراییلو پر بریدونو بحث کېږي.

په همدې حال کې د غزې ښار د مرکزي سیمو کې اوسېدونکي وايي چې د نومبر پر اتمه یې له بېلابېلو اړخونو څخه د اسراییلي ځمکنیو پوځيانو ورنېږدې کېدل لیدلي او اورېدلي دي.

اخوا په ښاري سیمو کې د اسراییل او حماس وسلوالې ډلې ترمینځ د نښتو له زیاتېدو سره د زرګونه فلسطینیانو د وتلو بهیر هم چټک شوی دی.

د غزې اوسېدونکي وایي، د سختې بمبارۍ پر مهال اسراییلي عسکر د هغه ښار یوشمېر سیمو ته ورغلي دي او له هغه روغتون سره په یوه کېلومیټر فاصله کې هم نښتې شوې دي چې په اړه یې اسراییلي پوځ وایي حماس ډله هلته د قومندې مرکز لري. بلخوا د هغه روغتون چارواکي او حماس دا تورونه ردوي او وایي اسراییل پر هغه ځای د حملې پلمه جوړوي.

په غزه کې د فلسطینیانو لپاره هغه روغتون په جنګ کې د ولسي تلفاتو یو سېمبول یا علامت جوړ شوی، او لکه د نورو غوندې د بجلۍ د نه شتوالي او طبي سامانونو د کمي باجود د ژوبل تنانو یو مستقله لړۍ دغه روغتون ته روانه ده. د هغه روغتون دننه او د ودانۍ شاوخوا کې یې لسګونه زره بې کوره شویو کسانو پناه اخیستې ده.