په سربیا کې شاوخوا ۴،۵۰۰ بې اسناده کډوال نیول شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سربیا پولیس وايي چې په تېرو دوو اوونیو کې یې شاوخوا ۴،۵۰۰ بې اسناده وګړي نیولي دي. د پولیسو په وینا، په عملیاتو کې یې ۸۱،۰۰۰ ګاډي او تر ۳۰۰ زیات کورونه تالاشي کړي دي چې پکې یې وسلې او د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونه نیولي دي. د افغانستان، پاکستان، منځني ختیځ او شمالي افریقايي هېوادونو وګړي اکثر په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ لپاره له ترکیې، بلغاریا، شمالي مقدونیا او سربیا تېرېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.