په باجوړ کې وسلوالو یو سوداګر وژلی دی

پولیس وايي، پېښه د باجوړ په عنایت کلا کې شوې ده.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې وسلوالو یو سوداګر وژلی دی.

د باجوړ د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو اکرم خان د نومبر پر نهمه په عنایت کلا کې وژلی دی.

د سیمې دوکانداران وايي چې نوموړی د ماسپښین لمانځه لپاره جومات ته روان وو چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې چې پکې هغه ژوبل شو او بیا یې په روغتون کې سا ورکړه.

د پولیس ویاند وايي چې تر اوسه معلومه نه ده چې پر اکرم خان چا او ولې ډزې کړې دي او د حملې ذمه واري هم لا چا نه ده منلې.

محمد اسرار البته زیاتوي چې د پېښې پلټنې کوي.

په باجوړ کې دا ډول بریدونه له تېرو دوو کلونو راهيسي روان دي چې اکثر پکې د مذهبي او سياسي ډلو غړي په نښه کېږي.

تر دې مخکې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۹مه په ماموندو کې یو قاري وژلی وو. د هغې حملې ذمه واري هم چا نه وه منلې.

تر دې وړاندي د جولای پر ۲۳مه د خار تحصیل په شنډي موړ سیمه کې د جمیعت علمای اسلام (ف) ګوند په جلسه کې په ځانمرګې بريد کې ۶۴ کسان وژل شوي ول. د هغه پېښې ذمه واري داعش وسله والې ډلې منلي وه.