چارواکي وايي د کشمیر پر پوله د هندیو او پاکستانیو ځواکونو ترمینځ ډزې شوې دي

د هند سرحدي ځواک سرتېري د نومبر پر نهمه د خپل وژل شوي ملګري تابوت د وروستیو مراسمو لپاره ږدي.

چارواکي وايي، د لانجمنې سیمې کشمیر پر پوله د هندیو او پاکستانیو ځواکونو ترمینځ په ډزو کې د هند یو سرحدي ساتونکی وژل شوی دی.

د هند تر واک لاندې د کشمیر چارواکو د نومبر پر نهمه دعوه کړې چې پاکستانیو سرتېرو یې پر سرحدي پوستو د راکټو او ټوپکو ډزې وکړې.

چارواکو ویلي دي چې د چارشنبې پر شپه شوې حمله "بې دلیله" وه.

د دواړو خواوو ترمینځ نښته د نومبر نهمې پر سهار پای ته ورسېده.

پاکستان په سمدستي ډول د نښتې په اړه څه نه دي ویلي خو دواړه خواوې اکثر یو بل د سرحدي نښتو د پیلولو تور پورې کوي.