سعودي عرب او نورو اسلامي هېوادونو په غزه کې د پوځي عملياتو درولو غوښتنه کړې

د نومبر پر ۱۱مه په ریاض کې د اسلامي هېوادونو مشران په غزه کې د اسراییلو جګړې پای ته رسولو غوښتنې لپاره ورغونډ شوي وو.

سعودي عرب او نورو اسلامي هېوادونو په غزه کې د پوځي عملياتو درولو غوښتنه کړې او د فلسطينيانو پرضد جګړې لپاره یې د اسرایيلو د ځان د دفاع دليل رد کړی دی.

دا غوښتنه د نومبر پر ۱۱مه د سعودي عرب په پلازمینه ریاض کې د عربو او نورو اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په ګډه اعلاميه کې شوې ده.

په اعلامیه کې د جنایتونو څيړلو له نړيوال عدالته غوښتنه شوې چې د بشريت ضد هغو جرمونو څېړنه وکړي چې د دوی په وینا، په اسرایيل یې کوي.

سر مشریزې ته په وینا کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان وويل چې د اسراييلو او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې د دايمي حل موندلو لپاره بايد د سولې نړيوال کنفرانس جوړ شي.

ترکیې په غزه کې د بشري ناورین پراخېدو له وجې په چټکۍ پر اسراییلو انتقادونه زیات کړي، د دوه ریاستونو د حل لارې ملاتړ کوي او د حماس د غړو کوربنه ده.

حماس د اروپایي اتحادیې او امریکا لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پیژندل شوی خو ترکیه حماس ته د ترهګرې ډلې په سترګه نه ګوري.