د بلوچستان کروندګرو د بجلۍ د زياتې ورکړې لپاره احتجاج کړی دی

د نومبر پر ۱۳مه په کوټه کې شوي احتجاج کې لسګونو کروندګرو ګډون کړی وو.

د بلوچستان کروندګرو اتحادیې په کوټه کې د بجلۍ (برېښنا) د زیات لوډشېډينګ (پارچاو) پر ضد د "بېلچه مارچ" په نوم لاریون کړی دی.

د نومبر پر ۱۳مه، احتجاج کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کښت لپاره دې لږ تر لږه په شواروز کې اته ساعته بجلي ورکړل شي. د دوی په خبره چې له تېرو څو میاشتو راهيسې په شواروز (۲۴ ساعتونو) کې يوازې دوه ساعته بجلي ورکول کیږي چې دوی پرې خپلو ځمکو ته اوبه نه شي ورکولی.

دغو کروندګرو د احتجاج پر مهال خپلې بېلچې راخیستې وې او د بجلۍ د ورکړې لپاره یې شعارونه ورکول.

د هغوی په وينا، د زیات لوډشېډينګ له وجې پر وخت اوبه خور نه شي کولای او فصلونه او باغونه یې له خطر سره مخامخ دي.

د کروندګر اتحاديې جنرل سېکرټر عبدالرحمان بازي د احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې که واپډا ورته په راتلونکې یوه اوونۍ کې بجلي ور نه کړي نو زراعت به يې ختم شي.

په کوټه کې د برېښنا د انتظام ادارې (واپډا) یو چارواکي محمد افضل مشال راډیو ته ويلي چې کروندګر او باغوانان د برېښنا بېلونه نه پرې کوي نو ځکه ورته زیاته بجلي نه ورکوي.

بلخوا د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د نومبر پر ۱۳مه په کوټه کې خبري غونډې ته ويلي دي چې دوی د بجلۍ د زيات لوډشېډينګ د مسلې د حل لپاره هڅې کوي.