د برتانيې کورنيو چارو وزیره د فلسطين ملاتړو مظاهرچيانو په اړه د څرګندونو له کبله له دندې ګوښه کړل شوې

د برتانيې د کورنيو چارو ګوښه کړل شوې وزيره سويله براورمېن ــ انځور له ارشيفه

د برتانيې وزیراعظم رشي سوناک د نومبر پر ۱۳مه د هغه هېواد د کورنيو چارو وزيره سويله براورمېن له دندې ګوښه کړې ده.

براورمېن چې يوه تقسيم زېږوونکۍ شخصيت ګڼل کېږي، وروسته له هغې يې د خلکو غصه وپاروله چې کله یې پوليس تورن کړل چې له فلسطين ملاتړو مظاهرچيانو سره له نرمښت څخه کار اخلي. حکومت ويلي چې د دې دنده پرېښودل په کابينه کې د بدلون برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د برتانیې وزيراعظم په خپله حکومتي ډله کې په لویو څوکيو کې بدلون کړی دی. جېمز کليورلي چې د بهرنيو چارو وزير وو، اوس د براورمېن پر ځای د کورنيو چارو وزير ټاکل شوی دی.

د دې ترڅنګ يو ډېر غير عادي ګام دا اخیستل شوی چې د برتانیې پخوانی وزيراعظم ډېوډ کېمرون د بهرنيو چارو وزير په توګه نومول شوی دی. دا په دې لحاظ يوه ډېره غیر عادي خبره ده چې د هېواد يو پخوانی مشر چې د پارلېمان منتخب غړی هم نه دی، دومره غټه حکومتي څوکۍ سمبالوي.