د امريکا سفارت چارسمبالې د افغانستان په اړه له مرستندويه ادارو سره خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د امريکا سفارت چارسنبالې، کېرين ډيکر ــ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالې (شارژدافېرې) کېرین ډیکر د نومبر پر ۱۳مه، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) له چارواکو سره په قطر کې خبرې کړې دي.

ډیکر پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر په دې اړه ليکلي چې له ډبليو اېف پي او نورو مرستندويه ادارو سره یې په دې اړه خبرې ګټورې وې. هغې زیاته کړې چې افغانان له څو ناورینونو څخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر هغه ډالر ته چې لګول کېږي، اړتیا لري.

کېرین ډیکر زیاته کړې چې هېواد یې د افغانستان د لوی مرسته کوونکي په توګه د هر یوه ډالر لپاره چې مصرفېږي، حساب ورکولو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د راتلونکي ژمي لپاره له اووه میلیونه زیانګالو افغانانو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.